د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره خدماتي کارکوونکو ژمنۍ د موزو او جمپر البسې تهیه او تدارک قرارداد د کويت استار لوژيستکي خدمتونو شرکت ته، چې د(۵۵۲۴۲۶) شمېره جواز درلودونکی دی د کابل مرکز ۲ ناحیه، ده افغانانو آسمايي پلازه کې موقعيت لري، په (۵۵۲۴۲۶) پنځه سوه دوه پنځوس زره څلور سوه شپږویشت افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.