د قرارداد ورکولو تصميم نېونې خبرتیا !
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د ننګرهار امام ابوحنيفه (رح) ديني جامعاتو او تخصصاتو ریاست لپاره د اودسونو ځای جوړولو پروژې قرارداد، چې د (MOHE/1402/NCB/W-12) داوطلبۍ شمېرې درلودونکی دی، د ګوربت نوين ساختماني شرکت ته چې د ( D-62984) شمېره جواز لرونکی دی، په (749756) اوه سوه نهه څلويښت زره او اوه سوه شپږ پنځوس افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي