د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په کابل کې میشت د ډنمارک هیواد له سفیر میشل لوند جیپسن سره په لیدنه کې، د افغانستان لوړو زده کړو کیفي پیاوړتیا په موخه د یاد هیواد د همکاریو غوښتونکی شو

Anonymous (not verified)
Thu, Feb 20 2020 5:06 AM
1

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له افغانستان سره د ډنمارک هیواد له مرستو د ستاینې په ترڅ کې، د هیواد د لوړو زده کړو په برخه کې د موجودو پرمختګونو او ننګونو په اړوند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د هیواد د تحصیلي بنسټونو کیفي لوړتیا د دې وزارت د رهبرۍ د موخو او فعالیتونو په سر کې ځای لري.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د تحصیلي نصابونو بیا کتنه، د استادانو علمي ظرفیت لوړول، د تقنیني اسنادو پراختیا، د الکټرونیکي زده کړو سیسټم جوړول او د څیړنیزو مرکزونو جوړول د هیواد د تحصیلي بنسټونو د کیفي لوړتیا لپاره له مهمو مواردو څخه وبلل او په دې برخه کې یې له ترلاسه شویو لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه.

gg


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوړو زده کړو وزارت د برنامو د پلي کولو لپاره د ډنمارک هیواد مرستې مؤثرې وبللې او د دې هیواد د همکاریو په ځانګړي ډول، د اوبو د مدیریت او چاپیریال ساتني، ټکنالوژۍ، د اوبو او نورو د نوښت وړ انرژیو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د یاد هیواد د علمي پوهې، تجربو او مهارتونو شریکولو غوښتونکی شو.
په کابل کې میشت د ډنمارک هیواد سفیر میشل لوند جیپسن د لوړو زده کړو وزارت هغه هڅې او کړنې چې د دې سکټور د معیاري کولو لپاره یې تر سره کړې دي وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د خپل متبوع هیواد د مرستو د راجلبولو لپاره به په دې برخه کې له هيڅ ډول هڅو څخه ډډه ونکړي.
د ډنمارک هیواد سفیر د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب وخت کې ډنمارک هیواد ته سفر وکړي تر څو د اوبو د سرچینو او نوښت وړ انرژیو له تأسیساتو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د هغه هیواد د مرستو د څرنګوالي په اړه د یاد هیواد له مسؤولانو سره خبرې وکړي؛ چې یاده بلنه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري ومنل شوه.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS