د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په کابل کې میشت د ډنمارک هیواد له سفیر میشل لوند جیپسن سره په لیدنه کې، د افغانستان لوړو زده کړو کیفي پیاوړتیا په موخه د یاد هیواد د همکاریو غوښتونکی شو
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له افغانستان سره د ډنمارک هیواد له مرستو د ستاینې په ترڅ کې، د هیواد د لوړو زده کړو په برخه کې د موجودو پرمختګونو او ننګونو په اړوند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د هیواد د تحصیلي بنسټونو کیفي لوړتیا د دې وزارت د رهبرۍ د موخو او فعالیتونو په سر کې ځای لري.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د تحصیلي نصابونو بیا کتنه، د استادانو علمي ظرفیت لوړول، د تقنیني اسنادو پراختیا، د الکټرونیکي زده کړو سیسټم جوړول او د څیړنیزو مرکزونو جوړول د هیواد د تحصیلي بنسټونو د کیفي لوړتیا لپاره له مهمو مواردو څخه وبلل او په دې برخه کې یې له ترلاسه شویو لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوړو زده کړو وزارت د برنامو د پلي کولو لپاره د ډنمارک هیواد مرستې مؤثرې وبللې او د دې هیواد د همکاریو په ځانګړي ډول، د اوبو د مدیریت او چاپیریال ساتني، ټکنالوژۍ، د اوبو او نورو د نوښت وړ انرژیو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د یاد هیواد د علمي پوهې، تجربو او مهارتونو شریکولو غوښتونکی شو.
په کابل کې میشت د ډنمارک هیواد سفیر میشل لوند جیپسن د لوړو زده کړو وزارت هغه هڅې او کړنې چې د دې سکټور د معیاري کولو لپاره یې تر سره کړې دي وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د خپل متبوع هیواد د مرستو د راجلبولو لپاره به په دې برخه کې له هيڅ ډول هڅو څخه ډډه ونکړي.
د ډنمارک هیواد سفیر د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب وخت کې ډنمارک هیواد ته سفر وکړي تر څو د اوبو د سرچینو او نوښت وړ انرژیو له تأسیساتو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د هغه هیواد د مرستو د څرنګوالي په اړه د یاد هیواد له مسؤولانو سره خبرې وکړي؛ چې یاده بلنه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري ومنل شوه.