د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري د مرکزي تحصیلي بنسټونو ۱۹۸ نویو مقررو شوو اداري کارمندانو لپاره له کاري چاپېریال سره د بلدتیا یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

nasir_admin
Thu, Sep 05 2024 1:22 PM
Goxogogg

د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري د مرکزي تحصیلي بنسټونو ۱۹۸ نویو مقررو شوو اداري کارمندانو لپاره له کاري چاپېریال سره د بلدتیا یو ورځنی ورکشاپ دایر شو. 

د ورکشاپ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئيس مولوي سلطان محمد محسن د دغه ریاست د تشکیل او مسؤلیتونو په اړه معلومات ورکړل او له نویو مقررو شوو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې په اخلاص د خپلو خلکو خدمت وکړي او خپل صورت او سیرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره برابر کړي. 

د یادونې وړ ده چې په دغه ورکشاپ کې به د بشري سرچینو ریاست مسؤلینو له لوري نویو مقررو شوو کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت د تاریخچې او تشکیل، کاري پروسیجرونو، کاري مسؤلیتونو او کاري چاپېریال سره د بلدتیا په اړه روزنه ورکړل شي. 

نېټه: پنجشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الال ۲مه

۱۴۰۳هـ.ش، د سنبلې ۱۵مه

۲۰۲۴م، د سپټمبر ۵مه

Latest news

Wed, Mar 12 2025 8:08 AM
Background image

A bilateral cooperation agreement signed between the Ministry of Higher Education and the Ministry of Agriculture, Irrigation, and Livestock


The purpose of signing this agreement is to share research experiences and provide practical work opportunities for the students of educational institutions.
The signing ceremony of. . .

BACK TO NEWS