د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جینوا کال مؤسسې له عمومي رئیس سره وکتل 

naser_admin
Thu, Oct 31 2024 3:07 PM
Hssjkskdjxjnxbxb

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د جینوا کال مؤسسې رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د زده کړو په برخه کې د عامه پوهاوي او استادانو ظرفیت لوړونه کې د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه. 

 

نوموړي وویل چې د ا.ا.ا پالیسي د سیمي او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو درلودل دي، هغه د جینوا کال مؤسسې له عمومي رئيس څخه وغوښتل چې د افغانستان واقعي تصویر، هغه څه چې په خپلو سترګو یې لیدلي، له خپل هېواد او د نورو مؤسسو له مسؤلینو سره شریک کړي. 

 

دغه راز د جینوا کال مؤسسې عمومي رئیس جان کېلر وویل چې افغانستان د بهرنیانو مرستو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې مې له بېلا بېلو خلکو سره وکتل، هغوی راته وویل چې افغانستان د پرمختګ پر لور روان دی. زه پوهېږم څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوي او څوک یې چې له بهره ګوري متفاوت دي.» 

 

د جینوا کال مؤسسې رئیس وویل چې د افغانستان په پرمختګ کې همکارۍ ته ژمن یو او زیاته یې کړه چې موږ له ۲۰۱۸م کال څخه راپدېخوا په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره کار کوو. دغه راز نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې زموږ هېواد سویس خپلواک دی، نو هر هېواد ته پکار ده چې په خپلو پرېکړو کې خپلواک و اوسي او اسلامي امارت ته هم خوښوو چې خپله خپلواکي ولري. 

 

نېټه: پنجشنبه

‍۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۸ مه

۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۱۰ مه

۲۰۲۴ م د اکتوبر ۳۱ مه

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS