د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کونړ ولایت جهادي مدرسې څخه د لیدنې پرمهال، طالب العلمان د علم په ترلاسه کولو کې لا زیاتې مطالعې ته وهڅول.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کونړ ولایت ته د خپل کاري سفر پر دوام، تېره ورځ یوې سترې غونډې ته، چې د کونړ والي، د علماو شورا رئیس، د جهادي مدرسې مهتمم، شیوخو کرامو، استادانو او طلباء کرامو پکې حضور درلود، وینا وکړه او طالب العلمان یې د علم په ترلاسه کولو کې لا زیاتې مطالعې ته وهڅول.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د طالب العلم د مقام او ارزښت بیانولو ترڅنګ، دین او خلکو پر وړاندې د هغوی پر مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «د دیني علم او زده کړو ترلاسه کولو څخه باید ستاسو موخه د دین احیا او د اسلام مبارک دین په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړول وي.»
هغه همدارنګه د یادې مدرسې له طالب العلمانو وغوښتل چې د ا.ا.ا مشرانو د امرونو اطاعت او د خپلو استادانو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۶هـ.ق د جمادی الاول ۳ مه
۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۱۵ مه
۲۰۲۴ م د نومبر ۵ مه