د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي لوړو زده ‌کړو کمیسیون ناسته وشوه

naser_admin
Wed, Nov 13 2024 3:11 PM
Wfhklnvcxgh

د یادې ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د خصوصي تحصیلي بنسټونو د تحصیلي چارو پر کیفیت لوړونه ټینګار وکړ او هغه یې د هېواد د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې مهم وبلل. 

 

وروسته له اجنډا سره سم د کمیسیون د غړو له لوري د یو شمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو د پوهنځیو او څانګو نوي ایجاد غوښتنو، له یوه ځای څخه بل ځای ته د نقل مکان، د امناء پلاوي تائید، د جواز تمدید او دې ته ورته موضوعاتو په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې. دغه راز یو شمېر موضوعات له تائید وروسته د نهایي پرېکړې په پار، عالي شورا ته ولېږدول شول.

 

د یادونې وړ ده چې د خصوصي لوړو زده‌ کړو کمیسیون د یادو بنسټونو د ستونزو حل، پرمختګ او معیاري کولو په موخه جوړ شوی، چې د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبان، د مقام سلاکاران، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان او د مرکزي امارتي پوهنتونونو رئیسان یې غړیتوب لري. 

 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادی الاول ۱۱مه

۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۲۳مه

۲۰۲۴م، د نومبر ۱۳مه

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS