د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د کابل پوهنتون ممتاز محصلین وستایل شول

naser_admin
Wed, Jul 02 2025 5:21 AM
48456100221544

په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم دا ډول غونډې د علمي سلسلې یوه برخه وګڼله او محصلینو ته یې وویل: «قدرمنو ځوانانو په دنیاوي او اخروي امورو کې بریا په زحمتونو او هڅو تر لاسه کېږي، نو په علمي ډګر کې د بریا لپاره باید هڅې وشي او ستونزې وګالل شي.»

محترم شیخ صاحب وویل، چې د ا.ا.ا هڅه دا ده چې د هېواد ځوانان په دیني او عصري زده کړو کې ښه وړتیا او مقبولیت ولري او ټولنې ته یې خیر ورسیږي.  

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رییس استاد کلیم الله محمدي او د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز محصلین په خپلو درسونو کې لا زیات زیار ته وهڅول. 

د غونډې په پای کې شاوخوا ۷۵ تنه ممتاز محصلین، چې د پوهنتون، پوهنځيو او څانګو په کچه یې ښه وړتیا ښودلې وه، په بېلا بېلو ډالیو ونازول شول.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق د محرم الحرام ۵ مه
۱۴۰۴ هـ.ش د چنګاښ ۱۰ مه
۲۰۲۵ م د جولای لومړۍ

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS