د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور آزموینې د اخېستلو پروسې د لا ښه انسجام په موخه ناسته تر سره شوه

Azizorayakhel.admin
Tue, Jun 23 2020 9:37 AM
س

د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور آزموینې د اخېستلو پروسې د لا ښه انسجام په موخه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال تر مشرۍ لاندې ناسته تر سره شوه.

په دغه ناسته کې چې د آزموینو د ملي ادارې عمومي رئیس، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د اتحادیې رئیس، د دولتي او خصوصي محصلانو چارو او د اکاډمیکو چارو د ارزونې رئیسانو ګډون کړی و، د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور آزموینې د اخېستلو او د آزموینې د بڼې اړوندو لارو چارو د لا ښه انسجام او لازمو تیاریو په اړه خبرې وشوې.

د لوړو زده کړو د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده وویل، یو له هغو موضوعاتو څخه چې د کانکور د داوطلبانو له لوري لوړو زده کړو وزارت ته مطرح کیږی، د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور د آزموینې اخېستلو نېټه ده.

هغه زیاته کړه زموږ ددغې ناستې موخه د کانکور آزموینې لپاره د لازمو تیاریو په موخه پر یو اکشن پلان باندې کار کول، او د داخلي ادارو او نورو اړوندو بنسټونو لپاره د دندو ویشل دي.

د محصلانو چارو مرستیال وویل چې له نیکمرغه خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ته د داخلیدو کانکور پروسې د لا ښه انسجام په موخه، په یو بشپړ طرزالعمل باندې توافق شوی دی چې له دې وروسته به خصوصی پوهنتونونه د کانکور آزموینه له لوړو زده کړو وزارت سره په مشوره او همغږۍ اخلي او دغه پروسه به د آزموینو ملي ادارې له لارې مخته وړل کیږي.

پوهندوی شهیدزاده همدارنګه د خصوصي محصلانو چارو ریاست ته لارښوونه وکړه چې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو له اتحادیې سره په همغږۍ دې د مجوز لرونکو بنسټونو، پوهنځیو او څانګو لیسټ د آزموینو ملي ادارې په واک کې ورکړي او د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو اتحادیه دې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور پروسې په اړوند خپله د وخت ټاکلو طرحه د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړي.

د آزموینو ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش وویل چې یادې ادارې په ټولو اړوندو برخو کې خپلې تیاریانې نیولې دي او د کانکور آزموینې په اخېستلو کې کومه ستونزه نلري.

نوموړي همدارنګه په ډاګه کړه چې په دې اړه یې خپله طرحه د عامې روغتیا وزارت ته د تائید او د روغتیايې سپارښتنو د مراعتولو په نظر کې نیولو سره د کانکور د اجازې اخېستلو په موخه، لیږلې ده، هر کله چې یاده طرحه تائید شوه دغه اداره به په ډېر نږدې وخت کې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور آزموینې پروسه پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور آزموینې دقیقه نیټه به د اضطرار کمېټې له تائید وروسته د آزموینو ملي ادارې له لوري اعلان شي.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

Latest news

Sun, Mar 31 2024 10:42 AM
Background image

The Deputy Minister for Finance and Administration of the Ministry of Higher Education has met Dr. Mohammad Tahoun, World Health Emergency Team leader.


In a meeting, the Deputy Minister for Finance and Administration, Mawlavi Mohammad Hamid Haseeb, the Chancellor of Kabul Medical University and the Chief Executive Officer of Ali-Abad. . .

Thu, Mar 28 2024 10:47 AM
Background image

At his office, the Deputy Minister for Academic Affairs has met both with the Assistant of UNAMA and Acting Director for UNESCO.


The Deputy Minister for Academic Affairs, Dr. Latfuallah Khairkhwa welcomed the representatives, and gave information about the ongoing academic and infrastructure affairs, which are. . .

Wed, Feb 07 2024 9:32 AM
Background image

The Minister of Higher Education Meets the Ambassador of China


Besides welcoming to the ambassador, the Minister of Higher Education, Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadem expressed his happiness over both countries’ political, economical. . .

BACK TO NEWS