د شپږ بنسټونو محصلين چې تر دې وړاندې يې طب پوهنځي لغوه شوي وو په تخفيف سره جذبېږي

baqir_admin
Sat, Oct 24 2020 11:04 AM
a

د لوړو زده کړو یو شمیرخصوصي موسسو چې مخکې يې د طب د پوهنځيو جوازونه لغو اعلان شوي وو د طب په څانګو کې په ځانګړي تخفیف د محصلانو د منلو چمتووالی وښود.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهید زاده ، په داسې حال کې چې د خصوصي موسسو د محصلانو د چارو رئيس پوهنوال احمد ضیا یوسفزي هم حضور درلود، په ځانګړي تخفیف د محصلانو منل یو ډول عاطفي همکاري و بلله او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د هېواد شرایطوته په کتو دې له دې محصلانو سره د غوره سلوک او حمایت لرونکی چلن وکړي.

شهید زاده زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت تل د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو څخه دفاع کول د اکاډمیکو لاروله پلوه د خپلو مکلفیتونو یوه برخه بللې او هڅه کوي چې په پوهنتونونو کې کیفیت د کمیت قرباني نکړي.

د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د محصلانو چارو رئيس احمد ضیا یوسفزي هم د محصلانو د سوانحو او تبدیلۍ اخستلو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د وخت د ضیاع د مخنیوي په خاطر پروسه ساده کیږي، محصلان به وکولای شي د خپلو لوړو زده کړو مسیر په عادي توګه پلی کړي.

د لوړو زده کړو هغه خصوصي موسسې چې محصلان يې په ځانګړي توګه منلي دي؛ د لوړو زده کړو ملي خصوصي موسسه، زاول، نعمان سادات، میهن، سپین غر او افغان – سویس د لوړو زده کړو موسسو څخه عبارت دي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS