سیدجماالدین افغاني پوهنتون کې د محصل نړيواله ورځ ونمانځل شوه

دغه غونډه چې د محصلانو چارو د مرستیال په نوښت جوړه شوې وه د پوهنتون رييس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري محصلانو ته د دوی د ورځې مبارک وويله، محصلان يې خپلو مسولیتونو ته ځير کړل او هغوی يې د ټولنې راتلونکې اقتصادي، سياسي او ټولنيزه شتمنۍ ياده کړه.
غونډه کې د محصلانو په استازولۍيو تن زده کړيال د پوهنتون له مشرتابه او استادانو څخه مننه وکړه چې ورځ يې نمانځي او هم يې خپلې ستونزې او وړانديزونه اړوندو مسوولينو سره شريکې کړې.
په پای کې غوره زده کړيالانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې