لوړو زده کړو وزارت افغان ورزشکار او د جوجېتسو او ام ام اې برخې اتل ته د لوړو زده کړو لار هواروي

baqir_admin
Tue, May 04 2021 10:03 AM
g

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د هېواد له دغه اتل سره د لیدو پر مهال د لوبو په برخه کې د هغه هڅې او د افغانستان لپاره د لوبو په برخه کې د اتلولیو ګټلو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د هغو کسانو لپاره د لوړو زده کړو لار هواره کړي چې په دې برخه کې ځلیږي.

حسین بخش صفري د لوړو زده کړو وزیر له هڅونې څخه مننه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د هېواد په یوه خصوصي پوهنتون کې د زده کړو لار ورته هواره کړي. همدارنګه هغه وویل چې هیله لري، د لوبو تر څنګ د پوهې له لارې هم خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

دوکتور بصیر له علم او پوهې سره د هغه مینه وستایله او ژمنه یې ورسره وکړه چې تر خپلې وسې به هېڅ ډول هڅې ترې ونه سپموي.

حسین بخش صفري افغان لوبغاړی د جوجېتسو په برخه کې د ترکمنستان ۲۰۱۷ کال د اسیایي او ام ام اې څو لوبو اتل دی او همدارنګه د جوجېتسو فول کنتاک برخې درجه بندۍ په لومړیو کې دی.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS