لوړو زده کړو وزارت افغان ورزشکار او د جوجېتسو او ام ام اې برخې اتل ته د لوړو زده کړو لار هواروي

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۰:۳
g

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د هېواد له دغه اتل سره د لیدو پر مهال د لوبو په برخه کې د هغه هڅې او د افغانستان لپاره د لوبو په برخه کې د اتلولیو ګټلو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د هغو کسانو لپاره د لوړو زده کړو لار هواره کړي چې په دې برخه کې ځلیږي.

حسین بخش صفري د لوړو زده کړو وزیر له هڅونې څخه مننه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د هېواد په یوه خصوصي پوهنتون کې د زده کړو لار ورته هواره کړي. همدارنګه هغه وویل چې هیله لري، د لوبو تر څنګ د پوهې له لارې هم خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

دوکتور بصیر له علم او پوهې سره د هغه مینه وستایله او ژمنه یې ورسره وکړه چې تر خپلې وسې به هېڅ ډول هڅې ترې ونه سپموي.

حسین بخش صفري افغان لوبغاړی د جوجېتسو په برخه کې د ترکمنستان ۲۰۱۷ کال د اسیایي او ام ام اې څو لوبو اتل دی او همدارنګه د جوجېتسو فول کنتاک برخې درجه بندۍ په لومړیو کې دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۸:۱
Background image

په کابل پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ لسیزه او د قرانکریم نازلېدل ونمانځل شول

"قرآن د سولې، عدالت او ورورولۍ د ټینګښت لپاره ښکاره دستورونه لري، د علم او پوهې عامولو او همدارنګه د انسان د نېکمرغۍ  لپاره هدایت او عالي پيغام دی."

دغه ټکي په کابل پوهنتون کې د قرآن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۲:۵
Background image

د لوړو زده کړو خصوصي موسسو کمېسیون ناسته جوړه شوه

د لوړو زده کړو خصوصي موسسو کمېسیون ناسته د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په مشرۍ جوړه شوه. په دې ناسته کې د دغه وزارت معینانو، د مرکزي ادارو رییسانو، د مرکز څلورګونو پوهنتونونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د سرحدونو او قبایلو له وزیر سره وکتل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د سرحدونو او قبایلو له وزیر محب الله صمیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 په دغه لیدنه کې  دواړو اړخونو په سرحدي ولایتونو کې د زده کړو پر قوي کېدو. . .

BACK TO NEWS