د ترکيې هېواد د تيکا ادارې مشرتابه پلاوي د کندهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل

د ليدنې په پيل کې د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد د ترکیې هېواد د تیکا ادارې رییس زهتو چل او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د کندهار پوهنتون د فعاليتونو، لاسته راوړنو او نړیوالو اړيکو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي پوهنمل شېرشاه رشاد وويل:"کندهار پوهنتون غواړي چې د ترکيې هېواد د پوهنتونونو په مرسته په کندهار پوهنتون کې د ترکي ژبې او کلتور مرکز پرانيزي، تر څو د دې مرکز له لارې د پوهنتون محصلان د ترکيې هېواد، ژبو او کلتور سره اشنا شي."
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال همدارنګه د تيکا ادارې له رئيس څخه وغوښتل چې په کندهار کې د څښاک اوبو کمښت د دې سيمې تر ټولو لويه اړتيا ده او دې برخه کې یې د تيکا ادارې د ځانګړې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهنمل ذبيح الله ادبپال د تيکا ادارې د رئيس راتګ کندهار پوهنتون ته مهم ياد کړ او له راغلي پلاوي سره یې د هغو فعاليتونو په اړه بشپړ معلومات شريک کړل چې په کندهار پوهنتون کې د ترکيې هېواد په مرسته تر سره شوي دي لکه د افغان ترک لېسې په مرسته د ترکي ژبې د کورسونو جوړېدل.
وروسته د تيکا ادارې رئيس ښاغلي زهتو چل د غونډې له ګډونوالو سره د تيکا ادارې په اړه معلومات شريک کړل او زياته یې کړه چې د تيکا اداره د نړۍ په ۶۳ هېوادونو کې فعاليت کوي او افغانستان يوازېنی هېواد دی چې دا اداره پکې درې دفترونه لري او په افغانستان کې د تيکا اداره له ۲۰۰۵ کال راهيسې فعاليت کوي.
نوموړي وويل:" زموږ فعاليتونه تر ژبې محدود نه دي، بلکې زموږ د فعاليتونو ساحه ډېره پراخه ده او ټول فعاليتونه د هر هېواد د اړتياوو او غوښتنو سره سم تر سره کوو او په افغانستان کې زموږ فعاليتونه د روغتيا او پوهنې په برخه کې ډېر دي."
ښاغلي چل همداراز ژمنه وکړه، چې کندهار پوهنتون دې خپلې غوښتنپاڼې د بېلابېلو موضوعاتو اړوند را ولېږي او دا اداره به غور پرې وکړي.
تر ليدنې وروسته د تيکا ادارې رئيس ښاغلي زهتو چل او ورسره پلاوي د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي څخه له نږدې ليدنه وکړه او د ياد پوهنځي مسؤلينو ته یې د همکاريو ډاډ ورکړ.