د لوړو زده کړو وزیر د جمهوري اسلامي ایران له سفیر سره وکتل

baqir_admin
Thu, Jul 15 2021 11:32 AM
g

د لوړو زده کړو وزیر په کابل کې د ایران اسلامي جمهوريت له سفیر سره په کابل پوهنتون د ملي ژبو او ادبیاتو پوهنځی نوې ودانۍ د کار بیا پیل په پار په دغه پوهنتون کې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې دوکتور عباس بصیر په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون مشرتابه هم شتون درلود، د دواړو هېوادونو تر منځ ژورو دیني، کلتوري او ژبنیو مشترکاتو ته اشاره وکړه او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول لوړو زده کړو برخه کې یې د ایران له مرستو مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر د یادې پروژې د کار پر بیا پیل ټینګار وکړ او د هغو ستونزو د هواري غوښتنه یې وکړه چې د کار د درېدو لامل شوي دي.

همدارنګه په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان هم د یادې ودانۍ د کار بیا پیل ته لېوالتیا وښوده او په دې برخه کې یې د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه. دغه راز زیاته یې کړه چې د یادې ودانۍ د کار د بیا پیل په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې تر دې مهاله د یادې پروژې کار ۳۰ تر ۴۰ سلنه بشپړ شوی دی.

د لوړو زده کړو وزیر له یادې ناستې وروسته په داسې حال کې چې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوريت سفیر او د کابل پوهنتون رییس هم شتون درلود له یادې ودانۍ څخه لیدنه وکړه.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS