د ښوونځیو د ښوونکو د تحصیلي ظرفیت لوړونې په موخه ناسته وشوه

baqir_admin
Wed, Aug 11 2021 4:36 AM
ل

د ښوونځیو د ښوونکو د وړتیا لوړولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت او د المان GIZ دفتر د BEPA پروګرام مسوولانو ترمنځ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین، علمي پروګرامونو پراختیا، دولتي محصلانو ریاستونو رییسانو، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون علمي مرستیال او د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا عمومي ریاست سرپرست دوکتور امیرمحمد منصوري او د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست سرپرست بسم الله باسل هم ګډون درلود، د ښوونځیو د ښوونکو د وړتیا لوړولو، اسانتیاوو او لار هوراولو پر طرحې بحث وشو او د BEPA پروګرام مسوولانو په دې اړه خپل کاري پروګرام د یوه پرېزنټېشن له لارې د ناستې غړو ته وړاندې کړ.

په دې ناسته کې تر ټولو مهم بحث د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د لومړنۍ دورې لپاره د ښوونې او روزنې ډیپارټمنټ رامنځته کول او د BEPA پروګرام لخوا د ښوونځیو برحاله ښوونکو ته د وړتیا لوړولو لنډمهالو پروګرامونو رامنځته کول وو.

د لوړو زده کړو وزیر علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي یاده طرحه وستایله او ویې ویل چې د لوړو زده کړو، پوهنې او مالیې وزارتونو او BEPA پروګرام په څو ناستو کې چې مخکې د لوړو زده کړو وزارت پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست په مشرۍ ترسره شوې د یادې طرحې پر بډاینې او د ښه پلي کولو په موخه یې پر وړ حل لارو کار کړی دی.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل چې د څوارلسم پاسانو دورې درسي کریکولم د لومړنۍ دورې ښوونکو د روزنې څانګه باید پیاوړې شي او په دې څانګه کې لېسانس ته د لوړېدو په اړه د څانګپوهانو نظرونه واخیستل شي.

د لوړو زده کړو علمي معین وویل چې د ښوونکو د شمېر او د هغوی ټولو اړتیاوو د سویې لوړېدل اود لوړو زده کړو په بنسټونو کې شته اسانتیاوو ته په پاملرنې سره باید دا پروګرام په بېلابېلو کټګوریو ووېشل شي او بېلابېلو پړاوونو کې پلي شي چې لوړو زده کړو وزارت په دې اړه هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ناستې په پای کې هوکړه وشوه چې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون او BEPA پروګرام لخوا ګډې کاري کمېټې به په یادو مواردو کار وکړي چې پخوا رامنځته شوې وې.

د یادونې وړ ده چې د څوارلسم پاسو ښوونکو وړتیا لوړولو طرحې پر بنسټ لوړو زده کړو وزارت توانېدلی چې ۶۰۳۵ ښوونکي د ښوونځیو لېسانس دورې لپاره د خوښې وړ څانګو کې جذب کړي.

تمه ده چې د المان GIZ دفتر د BEPA پروګرام په تخنیکي همکارۍ نه یوازې دا چې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ښوونکو جذب ته لار هواره شي، بلکې د هېواد د لوړو زده کړو په چوکاټ کې د لومړنۍ دورې ښوونکو ته د ښوونې او روزنې نوي ډیپارټمنټ رامنځته کولو سره د ښوونځیو لومړنۍ دورې لپاره د څانګپوه ښوونکو روزنې ته لار هواره شي.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS