له جوزجان پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي لېدنه

Akmal_admin
Tue, Jan 18 2022 11:20 AM
له جوزجان پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي لېدنه

سه شنبه، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰

له جوزجان پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي لېدنه

د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې رئیس مولوي محمد داوود حقاني په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت  پلاوي، د علمي چارو مشاور پوهاند خاورین او د نظارت او ارزونې رئیس دوکتور محمد ولي حنیف د جوزجان پوهنتون څخه لېدنه وکړه.

د بورډ رئیس او کاري ټیم یې د پوهنتون له رئیسانو سره تر لیدنې وروسته، د جوزجان پوهنتون د علمي مجلو د څېړنیزې کمېټې له غړو او د علمي مجلو د مدیره هیئت له غړو سره بحث  او د لوړو زده کړو وزارت او مرکزي څانګو د انکشافي پلانونو په اړه خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د دغه پوهنتون له مشرتابه سره  د ملي او نړیوالو ژورنالونو دیوان د خپرولو د څرنګوالي او د دې مجلې د خپرونو د بډایه کولو اړوند لازمې لارښوونې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د دیوان ملي او نړیواله علمي مجله د ترکیې هېواد د حکمت ټولنیز بنسټ په مرسته او د افغان، ترکي او ازبک څېړونکو په همکارۍ په دې وروستیو کې د جوزجان پوهنتون په چوکاټ کې جوړه شوې او د ترکیې لوړو زده کړو وزارت له لوري یې د اعتبار سند هم ترلاسه کړی دی.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت پلاوي له پوهنځیو، څېړنیزو مرکزونو، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو، معلوماتي ټکنالوژۍ، د کارموندنې مرکز، رسنیو مرکز، د جوزجان پوهنتون له زیربناوو او همدارنګه د نارینه او ښځینه لیلیو څخه یې هم لېدنه وکړه او د ځوانانو لپاره په ښه تعلیمي چاپیریال جوړولو یې ټینګار وکړ.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS