په پروان ولایت کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي برکت الله حنفي، په دغه ولایت کې د دانش لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه او د یاد تحصیلي بنسټ مختلفې برخې یې وارزولې.

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۳۰مه
په پروان ولایت کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي برکت الله حنفي، په دغه ولایت کې د دانش لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه او د یاد تحصیلي بنسټ مختلفې برخې یې وارزولې.
په پروان کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ځوانانو ته د غوره تحصیلي زمینې برابرولو او د لوړو زده کړو وزارت د معیارونو د پوره پلي کولو په برخه کې، د یادې موسسې مسوولینو ته سپارښتنې وکړې.