د لوړو زدکړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست له لوري د شمال زون دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د کیفیت لوړونې او کلنۍ بيا کتنې ترعنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د لوړو زدکړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست له لوري د شمال زون دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د کیفیت لوړونې او کلنۍ بيا کتنې ترعنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کیفیت او اعتبار ورکونې رئيس شاکر وحيدي په تحصيلي بنسټونو کې د کيفيت پر ارزښت خبرې وکړې او د لوړوزده کړو وزارت د پاليسیو د پلي کولو تر څنګ یې د ورکشاپ ګډونوالو ته سپا رښتنه وکړه، چې یاد ورکشاپ په خپلو اړوندو ادارو کې ټولو کارمندانو ته ورسوي.
د یادولو وړ ده، چې یاد ورکشاپ په بلخ پوهنتون کې جوړ شوی او د دغه زون ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو پکې ګډون کړی و.