د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له معین نورمحمد عزيزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۲۸مه
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له معین نورمحمد عزيزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دواړه اړخونو د څېړنو، د یو بل له ظرفیتونو د ګټې اخیستنې او د نوښتونو په برخه کې له یو بل سره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د علمي مراکزو لکه: د لوړو زده کړو وزارت، ښوونې او روزنې وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره او علومو اکاډمۍ تر منځ باید د علمي چارو د پراختیا او ښې همکارۍ په پار یو ګډ کمېسیون جوړ شي.