د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو ...

Akmal_admin
Wed, Feb 23 2022 11:25 AM
H

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلانو او فارغ التحصیلانو لپاره کار کوي، د ا.ا.ا له بریا تر دې مهاله یې 50 زره تحصیلي سندونه، مکتوبونه، د نتایجو جدولونه او د ادارو استعلامونه طی مراحل کړي دي. 
همدارنګه په تېرو ۶ میاشتو کې دغه ریاست 8396 قطعې سرټفیکټونه او د نومرو ترانسکرېپونه، 14933 قطعې استعلامونه او د کار موندنې فورمې، 599 قطعې ډیپلومونه او 20561 قطعې مکتوبونه طی مراحل کړي دي. 
د خصوصي محصلانو چارو ریاست مسؤلان وایي چې په یاده موده کې 241 جلده د فراغت جدولونه، 1126 جلده سمستروار نتایج او 108 جلده د شمولیت د اساس جدولونه له خصوصي تحصیلي بنسټونو راټول، طی مراحل او ارشیف شوي دي. 
د 2971 جلده د فراغت جدولونو سکن کول، د 1192 محصلانو د تبدیلۍ د اسنادو طی مراحل کول او د شمولیت د اساس پر بنسټ د لومړي سمستر د محصلانو د 196 جلده نتایجو پلي کول، نور هغه فعالیتونه دي چې د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته دغه ریاست کړي دي. 
په وروستیو میاشتو کې د خصوصي محصلانو چارو ریاست د ازموینو ملي ادارې سره د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د ازموینو په اخیستلو کې همکاري وکړه، چې د ازموینو څو پړاوونه یې په بریالۍ توګه ترسره کړل. 
د لوړ زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست زیاتوي، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د خصوصي تحصیلي بنسټونو د فارغ التحصیلانو لپاره به د غوره تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS