د شیخ زاید پوهنتون دروازې د محصلینو پر مخ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې

Akmal_admin
Sun, Feb 27 2022 8:49 AM
a

۱۴۰۰ کب ۸ مه

د شیخ زاید پوهنتون دروازې د محصلینو پر مخ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.

په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت ځاګړي استازي انجینر معاویه، د پوهنتون علمي، محصلانو او ادارې مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلانو، د خیرالناس او مشعل خصوصي لیسو متعلمینو او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د شیخ زاید پوهنتون محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ، لوړې زده کړې د هېواد د سوکالۍ په برخه کې مهمې وبللې او محصلین یې وهڅول چې د خپل هېواد د ځان بساینې لپاره کار وکړي.

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو د یادو مراسمو له امله خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په ډېرې مینې او قوي اراده به خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.