د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې جامع مرکز څخه لیدنه وکړه.

۱۴۴۳هـ.ق کال، د شعبان ۲۷مه
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې جامع مرکز څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور فضل الرحمن رحماني د عليآباد روغتون مسؤلینو او ځینو استادانو هم حضور درلود، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي خیرخواه د یادې پروژې د لیدنې پر مهال د مسولینو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د دغه ودانۍ د پاتې کارونو د بیا پیل او شته ستونزو د هوارولو لپاره به جدي هڅې کوي.
دوکتور خیرخواه زیاته کړه، چې د یادې پروژې په تکمیل سره به د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي.
د یادولو وړ ده د علي آباد تدریسي روغتون اړوند د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز ودانۍ کارونه تقریبا ٪۸۰ بشپړ شوي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.