د لوړو زده کړو وزارت د علمي او محصلانو چارو معینیتونو د ګډې شورا فوق العاده غونډه جوړه شوه.

Akmal_admin
Wed, Apr 06 2022 11:24 AM
as

۱۴۴۳/۹/۴
د لوړو زده کړو وزارت د علمي او محصلانو چارو معینیتونو د ګډې شورا فوق العاده غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خيرخواه، د خصوصي محصلانو چارو رييس انجنير سيد اسماعيل روحاني، د لوړو زده کړو وزارت سلاکارانو او د وزارت د مرکزي ادارو يو شمېر رئيسانو ګډون درلود.

د دې فوق العاده غونډې د اجنډا له مخې، د خصوصي سکتور د فوق لېسانس په برخو کې د ستونزو، د لېسانس او ​​فوق لېسانس محصلینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او هغه محصلین چې خپلې زده کړې یې پر وخت نه وي بشپړې کړې، بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

د دغې ګډې شورا غړو دغه راز د هغو زده محصلینو ستونزې چې تحصيلي اسناد يې پروسس یا طی مراحل شوي نه دي په ګوته کړل او ټينګار يې وکړ چې د محصلینو لپاره بايد لا زياتې اسانتياوې برابرې شي.