پکتیا پوهنتون کې څلور پراختیايي پروژې افتتاح او د یوې پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

Anonymous (not verified)
Sat, Dec 14 2019 9:39 AM
افتتاح پروژه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د پکتیا ولایت تحصیلي وضعیت څخه د لیدنې ترڅنګ؛ د ICT سنټر، لمریزې بریښنا سیسټم، د کیفیت د تضمین مرکز او د ۳۱۳ جریبه ځمکه، چې د ولسمشر هدایت پر اساس د پکتیا پوهنتون د پراختیا په موخه ځانګړې شوې وه، پرانیسته وکړه.

پوهنمل بالاکرزي په هغې غونډه کې چې د یادو پروژو د پرانستې په مناسبت د پکتیا پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، خبرې وکړې او ویې ویل: لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر محمد اشرف غني د هغو ژمنو پر اساس چې د ولایتونو مشرانو سره یې د تحصیلي بنسټونو د پراختیا او نويو رشتو د ایجاد په اړه کړې وې، یادې غوښتنې وروسته له توحید او اولویت بندي څخه د یو ځانګړي وړاندیز په ترڅ کې جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړې، چې له نیکمرغه نوموړي غوښتنې د جلالتمآب ولسمشر له لوري منظورې شوې او په هغه کې پکتیا پوهنتون ته د کمپیوټر ساینس پوهنځی او کادري روغتون منظور شول.

نوموړي زیاته کړه: لوړو زده کړو وزارت ټولو تحصیلي بنسټونو سره د متوازن انکشاف پر اصل کار کوي او په دې برخه کې په بشپړ صداقت او عدالت ټولې پراختیايي پروژې د سیمې اړتیاوو او د خلکو غوښتنو سره سم، کیفیت ته په پام سره ټولو ولایتونو کې پلي کوي.

افتتاح پروژه

د لوړ زده کړو سرپرست وزیر یوځلي بیا د ښځو او انجونو پر تعلیم او تحصیل ټینګار وکړ او له ټولو پکتیاوالو په ځانګړې توګه له ولسي مشرانو او دیني عالمونو یې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې غږ پورته کړي.

ښاغلي بالاکرزي د کیفیت په اړه وویل، چې د کمیت له اړخه د تحصیلي بنسټونو شمیر خورا پورته تللی، اوس اړینه ده چې کیفیت ته ډیره پاملرنه وشي او له شته سرچینو څخه په لوړه پیمانه ګټه پورته شي.

په غونډه کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي هم خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت له پاملرنې څخه چې د پکتیا پوهنتون ارتقا ته یې کړې مننه وکړه، نوموړي د پکتیا ولس په مشرۍ د یاد پوهنتون د لا پراختیا او پرمختګ په موخه یو لړ وړاندیزونه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مخې ته کیښودل.

د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دکتور سید ولي جلالزي د نوموړي پوهنتون د پروژو په اړه وویل چې شاوخوا ۶۵۰ میلیونه افغانیو په لګښټ په دې پوهنتون کې پروژې تر کار لاندې دي.

نوموړي همداراز د پکتیا پوهنتون د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او له ولسمشر، لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي او پکتیا والي څخه یې د پکتیا پوهنتون د بیا رغونې په برخه کې د ترسره کړو فعالیتونو له امله مننه وکړه.

د لوړو زده کړو پراخیتايي پروګرام (HEDP) رییس نور احمد درویش په پکتیا پوهنتون کې د هغو علمي او پراختیايي پروژو په اړه چې کارونه یې بشپړ شوي او یا هم په پلان کې دي اړین معلومات وړاندې کړل.

افتتاح پروژه

د لوړو زده کړو سرپرست او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي له پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال د انجنیري پوهنځي د محصلانو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړه او د هغوی په لاس جوړو شويو ودانیو موډلونه یې د ستاینې وړ وبلل او محصلان یې په یاده برخه کې نورو کارونو ته وهڅول.

پکتیا پوهنتون اوسمهال ۷ پوهنځي لري چې د ۲۰۵ تنو استادانو له خوا په کې ۷۱۱۴ تنو محصلانو ته چې ۲۴۰ تنه یې انجونې دي زده کړې ورکول کیږي.

افتتاح پروژه

د یادونې وړ ده چې پکتیا پوهنتون کې د پورته یادو شویو پروژو یوه برخه د لوړو زده کړو پراختيايي پروګرام (HEDP) لخوا او پاتې نورې يې د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بودیجې څخه تمویليږي.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS