د بادغیس لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
بادغیس لوړو زده کړو مؤسسه لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د شرعیاتو پوهنځی:
فقه او قانون ډيپارټمنټ (۵) بسته.
اسلامي تعلیماتو ډيپارټمنټ (۵) بسته.
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
بیولوژي ډيپارټمنټ (د تاریخ استاد) (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۱ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۲۰ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده لوړو زده کړو مؤسسې ته وسپاري.