د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د اروپا سولې انسټیټیوټ له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د دغه وزارت او تحصیلي بنسټونو د فعالیت د دوام په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت له سیاسي موضوعاتو پرته، تحصیلي خدمتونه وړاندې کوي او پکار ده چې بهرني هېوادونه د پرمختګ په موخه د تحصیلي پروګرامونو په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
دوکتور خیرخواه زیاته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې ټول تمرکز پر جګړه ییز ډګر و او تحصیلي برخې ته هېڅ توجه نه ده شوې.
وروسته د اروپا د سولې انسټیټیوټ استازي ماریا ملبیو د ټولو مصحلانو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو له امله خوښي وښوده او د افغانستان له خلکو سره یې د خپلې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.