په ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ زون د دولتي پوهنتونونو د امامانو او مبلغانو د ګمارنې په موخه د ۵ بستونو ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي په ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ زون ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو د ۵ بستونو لپاره له ۳۰ تنو ګډونوالو څخه ازموینه واخیسته.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د یادې ازموینې د پرانیستې مراسمو کې د ازموینې د پروسې په اړه نوماندانو ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې ازموینه به په تمامه معنی شفافه واخلي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۴/۴/۲۲هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۶هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۱۷
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر