د PU – AMI نړیوالې مؤسسې پکتيا پوهنتون تدریسي روغتون سره د شاوخوا (۴۷ زره يورو په ارزښت) د طبي وسایلو مرسته وکړه.

ameen_admin
Thu, Nov 24 2022 5:32 AM
sdsds

د PU – AMI نړیوالي مؤسسې له لورې یاد روغتون سره د مرستې په پار د پکتیا پوهنتون مسؤلینو له نوموړې مؤسسې څخه د یوې غونډې په ترڅ کې مننه وکړه، چې د پکتيا پوهنتون او د دې پوهنتون تدریسي روغتون مسؤلینو، د پکتیا مرستیال والي، د پکتیا د اقتصاد رئیس او په کابل کې د  PU- AMI نړیوالې مؤسسې د مرکزي دفتر مسؤلینو پکې ګډون کړی و.
په پيل کې د پکتيا پوهنتون رئيس پوهنمل عبيدالله اخندزاده د غونډې برخه والو ته د ښه راغلاست وينا وکړه او د پکتيا پوهنتون تدریسي روغتون سره د یادې مؤسسې له لورې د مرسته شویو طبي وسایلو له امله یې د زړه له تله د مننې او کور ودانۍ مراتب وړاندې کړل.
ښاغلي اخندزاده ډاډ څرګند کړ، چې له دغو وسايلو څخه به د ناروغانو د تشخيص، درملنې او د طب پوهنځي د محصلينو د عملي زده کړو په برخو کې په سمه توګه ګټه پورته کړي او همداراز یې د يادې مؤسيسې له استازو څخه د روغتون د لا ښه تجهيز او مثبتو فعاليتو لپاره په راتلونکي کې هم د دا ډول سخاوت مندانو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د پکتيا ولايت مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين د علم ارزښت په اړه څرګندونو ترڅنګ د شرعيت په رڼا کې د طبابت د علم په سپيڅلتيا او اهميت مهم معلومات وړاندې کړل او ډاکټران يې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل.
د غونډې بل ویناوال د پکتیا د اقتصاد رئیس او د یادې مرستې هم غږي کوونکي مولوي محمد انور راشد د پوهنتونونو معياري کول د وخت خورا مهم او حياتي ضرورت وباله او د استادانو او محصلینو د علمي ظرفيت لوړولو لپاره يې د الکترونيکي زدکړو په پراختيا ټينګار وکړ.
په یاده غونډه کې د PU-AMI نړیوالې مؤسسې د مرکزي دفتر استازي ډاکټر ولي الله بارکزي د پوهنتون د مشر تابه لخوا د دوی د تود هرکلي له امله رضايت وښوده او په راتلونکې کې يې له پکتيا پوهنتون سره د خپلو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
 ورپسې يادې مؤسسې لپاره د سهيل ختيځ زون د هم غږۍ مسئول جيوي کومار په افغانستان او په ځانګړي ډول په پکتيا کې د PU - AMI مؤسسې له لورې د ترسره کړیو فعالیتونو په اړه لنډه وينا وکړه او ژمنه يې وکړه، چې پکتیا پوهنتون تدریسي روغتون سره به د خپلو همکاريو سربيره نور مرسته ورکوونکي نهادونه هم وهڅوي ، غوڼده د پوهنتون رهبري لخوا د اقتصاد رياست او د PU- AMI مؤسسې مسؤلینو ته پکتيا پوهنتون تدریسي روغتون سره د هغوئ د‌صادقانه هلو ځلو او همکاريو په پار د مننليکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS