د PU – AMI نړیوالې مؤسسې پکتيا پوهنتون تدریسي روغتون سره د شاوخوا (۴۷ زره يورو په ارزښت) د طبي وسایلو مرسته وکړه.

د PU – AMI نړیوالي مؤسسې له لورې یاد روغتون سره د مرستې په پار د پکتیا پوهنتون مسؤلینو له نوموړې مؤسسې څخه د یوې غونډې په ترڅ کې مننه وکړه، چې د پکتيا پوهنتون او د دې پوهنتون تدریسي روغتون مسؤلینو، د پکتیا مرستیال والي، د پکتیا د اقتصاد رئیس او په کابل کې د PU- AMI نړیوالې مؤسسې د مرکزي دفتر مسؤلینو پکې ګډون کړی و.
په پيل کې د پکتيا پوهنتون رئيس پوهنمل عبيدالله اخندزاده د غونډې برخه والو ته د ښه راغلاست وينا وکړه او د پکتيا پوهنتون تدریسي روغتون سره د یادې مؤسسې له لورې د مرسته شویو طبي وسایلو له امله یې د زړه له تله د مننې او کور ودانۍ مراتب وړاندې کړل.
ښاغلي اخندزاده ډاډ څرګند کړ، چې له دغو وسايلو څخه به د ناروغانو د تشخيص، درملنې او د طب پوهنځي د محصلينو د عملي زده کړو په برخو کې په سمه توګه ګټه پورته کړي او همداراز یې د يادې مؤسيسې له استازو څخه د روغتون د لا ښه تجهيز او مثبتو فعاليتو لپاره په راتلونکي کې هم د دا ډول سخاوت مندانو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د پکتيا ولايت مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين د علم ارزښت په اړه څرګندونو ترڅنګ د شرعيت په رڼا کې د طبابت د علم په سپيڅلتيا او اهميت مهم معلومات وړاندې کړل او ډاکټران يې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل.
د غونډې بل ویناوال د پکتیا د اقتصاد رئیس او د یادې مرستې هم غږي کوونکي مولوي محمد انور راشد د پوهنتونونو معياري کول د وخت خورا مهم او حياتي ضرورت وباله او د استادانو او محصلینو د علمي ظرفيت لوړولو لپاره يې د الکترونيکي زدکړو په پراختيا ټينګار وکړ.
په یاده غونډه کې د PU-AMI نړیوالې مؤسسې د مرکزي دفتر استازي ډاکټر ولي الله بارکزي د پوهنتون د مشر تابه لخوا د دوی د تود هرکلي له امله رضايت وښوده او په راتلونکې کې يې له پکتيا پوهنتون سره د خپلو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
ورپسې يادې مؤسسې لپاره د سهيل ختيځ زون د هم غږۍ مسئول جيوي کومار په افغانستان او په ځانګړي ډول په پکتيا کې د PU - AMI مؤسسې له لورې د ترسره کړیو فعالیتونو په اړه لنډه وينا وکړه او ژمنه يې وکړه، چې پکتیا پوهنتون تدریسي روغتون سره به د خپلو همکاريو سربيره نور مرسته ورکوونکي نهادونه هم وهڅوي ، غوڼده د پوهنتون رهبري لخوا د اقتصاد رياست او د PU- AMI مؤسسې مسؤلینو ته پکتيا پوهنتون تدریسي روغتون سره د هغوئ دصادقانه هلو ځلو او همکاريو په پار د مننليکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.