د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د کابل طبي پوهنتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون مسؤلینو فعالیتونه، وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.

nasir_admin
Sun, Jan 01 2023 1:19 PM
Jsbbehvvshjshsh

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د طبي پوهنتون مشرتابه هم حضور درلود، د کابل طبي پوهنتون له مختلفو برخو لیدنه کړه او د یاد پوهنتون د مسؤلینو د فعالیتونو راپور، ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د یاد پوهنتون د رهبري پلاوي او استادانو له فعالیتونو د مننې تر څنګ وویل چې د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت مسؤلین دې ته ژمن دي چې د هېواد د تحصیلي نظام په پرمختګ کې ونډه واخلي. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد صحي سکټور مهم وباله او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت د کابل طبي پوهنتون او تدریسي روغتونونو ته ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړي زیاته کړه چې د طبي پوهنتون او تدریسي روغتونونو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې به پوره هڅه وکړي. 

وروسته د کابل طبي پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر فضل رحمن رحماني او علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د یاد پوهنتون د تاریخچې، لاسته راوړنو، امکاناتو، ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل. 

همدارنګه د کابل طبي پوهنتون مسؤلینو د نورو وزارتونو له لوري د دغه پوهنتون د ځمکو د نیولو په اړه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د ستونزو د حل ژمنه ورسره وشوه. 

نېټه: یکشنبه

 ۱۴۴۴/۶/۸هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۱۱هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۱م