د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي بنسټونو د عالي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

ameen_admin
Wed, Jan 25 2023 4:34 AM
ggggfg


په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي، مالي او اداري او د محصلانو چارو معین صاحبانو، او د ياد وزارت حقوقي سلاکار ،د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د مرکزي دولتي پوهنتونونو رئیسانو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې اجرایوي مشر ګډون درلود. 

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د ستونزو د حل لپاره د دې کمیسیون ناستې اړینې وبللې او زیاته یې کړه چې له خلکو سره د اسانۍ تر څنګ، باید د هېواد د تحصیلي نظام کیفیت ته هم پام وساتو. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: «موږ عدالت ته ژمن یو او د لوړو زده کړو په نظام کې هېڅ ډول فساد نه شو منلی.» نوموړي د تحصیل د پرمختګ او معیاري کولو لپاره په تحصیلي برخو کې د وړ او متخصصو کادرونو پر ګومارنې او له تحصیلي بنسټونو څخه پر جدي څارنې ټينګار وکړ. 

وروسته له اجنډا سره سم د کمیسیون د غړو له لوري د خصوصي تحصیلي بنسټونو د مرکزي څانګې سربېره د نورو څانګو د څرنګوالي، د ځینو پوهنځیو او څانګو د نومونو پر مشخص کولو، له یوه ځای څخه بل ځای ته د خصوصي تحصیلي بنسټونو د نقل مکان او د نقل مکان د شرایطو پوره کولو او همدارنګه د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اقتصادي ستونزو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول. 

همدارنګه د ځينو خصوصي پوهنتونونو له لوري د امناء رالېږل شوی هیئت تایید او نورو پوهنتونونو ته هم سپارښتنه وشوه، چې خپل امناء هئیت لوړو زده کړو وزارت ته ورمعرفي کړي. 

دغه راز د الفلاح خصوصي پوهنتون، چې د تضمین کیفیت درې پړاوونه یې تکمیل کړي او د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ او همدارنګه د انجنیري پوهنځي تر چتر لاندې د (اوبو زېرمو او چاپېریال ساتنې) ډیپارټمنټ پر غوښتنه بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې د ټولو شرایطو له پوره کولو وروسته دې منظوري طی مراحل شي. 

د یادولو وړ ده چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو عالي کمیسیون، د یادو بنسټونو د پرمختګ، معیاري کولو، د ستونزو د حل او د کارونو د چټکتیا په موخه ایجاد شوی دی.  

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS