د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست يو پلاوي د اداري اسنادو څېړنې په موخه د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون ته سفر وکړ.

دغه پلاوي د تضمین کيفيت او اعتبار ورکونې امر مفتی نذیر احمد احمدي په مشرۍ په خپل کاري سفر کې د ياد پوهنتون له رهبري پلاوي سره لیدنه ترسره کړه او د شيخ زاید پوهنتون د بېلابېلو څانګو د اسنادو ساتنې او څېړنې په موخه خپل کار پیل کړ.