داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د عبد الله بن مسعود (رض) جامعې د کنفرانس خونې لپاره د (۵) پنځه قلمه اړتیا وړ توکو تهيه او تدارک پروژه
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-034
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د عبدالله بن مسعود (رض) جامعې د کانفرانس خونې لباره د اړتیا وړ (۵) قلمه توکو د تهیه او تدارک پروژې په پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې.
خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۲هـ ش کال د وري(حمل) مياشتې ۲۴مې نېټې پوري، د پنجشنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (20,000 ) شل زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د حمل ۲۴ نېټه د سه شنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
.
د اړېکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ کال د حمل میاشتي په ۱۴مه نېټه دړشنبې په ورځ سهار لس بجې د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.