د کمپیوټر ساینس ماسټرۍ او د ښوونې او رزونې د کمپیوټر ساینس څانګې برنامو د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې او پراختیا لومړی پړاو کلستر پیل شو.

ameen_admin
Sat, Sep 09 2023 11:35 AM
ncbfkjsdjkfs

د پورتنیو برخو د کلستر د پرانیستې په مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب هم ګډون کړی و، ویناوالو د معلوماتي ټکنالوژۍ پر ارزښت او له هغې څخه د ښې استفادې په اړه خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د ګټو او ستونزو په اړه خبرې وکړې. هغه وويل چې په تېرو څو کلونو کې معلوماتي ټکنالوژۍ ډېر پرمختګ کړى او په دې برخه کې د مصنوعي ذکاوت يادونه کولى شو.
هغه د علم او انسان ترمنځ د اړیکو، د علم په اړه د اسلامي ټولنو رسالت، د علم او تربیې تر منځ اړیکو او د ټکنالوژۍ څخه د سالمې کارونې په اړه هم خبرې وکړې.
علمي معین وویل: «د مسلمانانو په حیث زموږ دنده دا ده چې د علم او انسان ترمنځ اړیکه ټینګه وساتو ترڅو علم په طبیعي بڼه د انسان د غوره زده کړې په لار کې خپل رول ولوبوي.»
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د نصاب په برنامې کې له شاملو استادانو وغوښتل چې په اوسني عصر کې خپلو محصلانو ته د اخلاقي او انساني ارزښتونو تر څنګ له ټکنالوژۍ څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کولو او د ښه نصاب د چمتو کولو لپاره هڅې وکړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د نصاب رئیس مفتي عبدالروف فراهي د دې کلستر پر ارزښت او موخو خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دې کلستر کې د کمپیوټر زده کړې د اساسي مضمونونو تر څنګ په نورو هغو مضمونونو چې د محصلانو د سالمې تربیې، فکري او عقیدوي روزنې لپاره اړین دي هم کار کیږي.
په دې مراسمو کې د ملي تحصيلي کميسيون غړي پروفيسور عبدالحميد ليان، د دې کلستر د میتود په اړه چې لیسانس او فوق لیسانس برنامې پکې شاملې دي، هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS