د لوړو زده کړو د ښوونیز مدیریت نوي سیستم د پېژندنې او کارولو په موخه د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د ۲۰ امارتي تحصیلي بنسټونو الکترونکي زده کړو بورد مسئولانو او سیستم کې شامل استادانو ته دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

nasir_admin
Tue, Nov 21 2023 11:38 AM
gdfgdfgdf


د دې ورکشاپ د جوړیدو موخه د (HELMS) سیسټم د پلي کولو څرنګوالی، د برېښنايي زده کړو له بنسټیزو مفاهیمو سره اشنا کېدل، د سیسټم د کارولو څرنګوالی، د داخلي کورسونو جوړول او د تدریسي موادو ترتیبول ده.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د یادې موضوع په اړه د خبرو ترڅنګ د نوموړي سیستم د چمتو کولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له معلوماتي ټکنالوژۍ او د علمي برنامو پراختیا ریاستونونو او همدارنګه د علمي معینیت سلاکار څخه مننه وکړه.
هغه وویل: «د خوښۍ ځای دی چې د لوړو زده کړو وزارت تخیکي ټیم وکولای شول چې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت دغه سیستم جوړ کړي چې په تېر کې د (HELMS) الکترونیکي ښوونیز سیستم د مدیریت لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې له بده مرغه چې پایله یې نه لرله.»
همداراز علمي مرستیال وویل چې د لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د دیني او فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې له شته فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه پورته کوي او د افغانستان د ښوونې او روزنې د نظام د ښه والي لپاره هر ډول لګښتونو ته چمتو دی.
ښاغلي خیرخواه په ورکشاپ کې له ګډونوالو استادانو وغوښتل چې له یاد ورکشاپه ګټوره ګټه پورته کړي او د موضوعاتو د تطبیق په برخه کې په خپلو اړوندو تحصیلي بنسټونو کې ښوونیز پروګرامونه تنظیم کړي.
ورپسې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس شیخ الحدیث سید بشیر اغا هاشمي دا ډول ورکشاپونه د هېواد د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ظرفیت په لوړولو کې ګټور وبلل.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت سلاکار پوهاند غلام دستګير خاورين د برېښنايي مديريتي سيسټم HELMS)) په کارولو سره د انلاين کورسونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د هېواد د سړو ولايتونو تحصیلي بنسټونو طاق سمستر په قوس میاشت کې پیلیږي، څلور اونۍ به حضوري وي، په جدي او دلو میاشتو کې اته اونۍ به انلاین وي او د حوت میاشتې څلور اونۍ به حضوري وي. د هغه په وینا د یاد سمستر ازموینې به په حمل میاشت کې واخیستل شي.
د مسوولینو په خبره، د لوړو زده کړو په یو شمېر نورو بنسټونو کې به هم ورته ورکشاپونه د محترمو استادانو لپاره جوړ شي.

 

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS