په سمنګانو ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو کلنۍ ازموینه نن پیل شوه.

nasir_admin
Sat, Jan 20 2024 12:41 PM
4512155


د یادې آزموینې د پرانيستې په مراسمو کې د سمنګانو ولایت مرستيال والي الحاج مــولوي داد خدا خادم، دیني علماوو ته د دغه ستر فرصت برابرول د اسلامي نظام ښېګڼه یاده کړه او له ټولو گډونوالو یې وغوښتل چې خپلې وړتیاوې د اسلامي نظام د بقا او استحکام لپاره مصرف کړي.
د دې ولايت د پوهنې رئيس مولوي نصرت‌الله فیضاني د لوړو زده کړو او پوهنې له وزارتونو مننه وکړه چې علماء کرامو ته يې د دې لويې ازموينې زمينه برابره کړې ده او د آزموينې په اړه یې لازم معلومات ورکړل.
د يادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست او د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري په گډه د ټول هېواد سربېره د سمنګانو ولايت د امارتي او خصوصي دیني مدارسو له(١٧٠٠) تنو څخه چې(٣٣٢) تنه یې د عالمیې، (٧١٣) تنه د عاليې او (٦٥٥) تنه د خامسې درجو فارغ فاضلان او طالب العلمان دي؛ د شپږو ورځو په ترڅ کې به ترې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم آزموينه واخیستل شي.
نیټه:  شنبه
۸/۷/۱۴۴۵ هـ ق ۳۰/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش ۲۰/۱/۲۰۲۴ م