د تاج خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
تاج خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د طب معالجوی پوهنځی؛
• عمومي ډیپارټمنټ (۱۵) بسته .
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۳۱/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.