د کابل پوهنتون د علمي کادر بست خبرتیا !
![بلیبلیبلیبلبی](/sites/default/files/2024-05/5_10_32.jpg)
Closing Date
کابل پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا اوماسټرۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژي پوهنځی؛
• د ریاضي ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۵/۳/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۳۰/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
![بلیبلیبلبی](/sites/default/files/inline-images/WhatsApp%20Image%202024-05-26%20at%202.12.44%20PM_0.jpeg)