نوي داوطلبۍ ته دبلنې اعلان !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د پخوانیو ګراجونو او نوي پارکينګ وسایلو جوړول.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHI/1401/W-007
د لوړو زده کړو وزارت ټولو هغو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د پخوانيو ګراجونو او نوي پارکينګ د جوړولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون کړی وو او د پروژې شرطنامه يې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو له ریاسته ترلاسه کړې، خپل آفرونه(غوښتتنې) دې د شرطنامې د شرطونو او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم سر بند پاکټ کې د اعلان له نشرېدو وروسته تر دولسو ورځو پوري د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعيت لري؛ وړاندې کړي.
ناوخته رسېدونکې او انټرنيټي آفرونه د قبلېدو وړ نه دي. د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین په بڼه د ۵۲۰۰۰ (دوه پنځوس زره) افغانیو په ارزښت دی او د داوطلبۍ غونډه به د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د داوطلبۍ په تالار کې دايرېږي.