د ننګرهار پوهنتون علمي کادر بست خبرتیا !
Closing Date
ننګرهار پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی؛
• آلماني (جرمني )ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۸/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۲۸/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.