د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست خبرتبا!

baqir_admin
ل

Due

-

د اندونیزیا UNISA پوهنتون د ۱۴۰۰ کال لپاره د لېسانس او ماسټري په کچه د یو شمېر بورسونو خبر ورکوي چې ۲۰ هغه یې په لاندې شرایطو دي

د بورسونو لپاره د اړتیا وړ اسناد او شرایط:

•          عکس چې شالید (بکګرونډ) یې سور وي او پاسپورټ چې د باور وخت یې لږ تر لږه ۲ کاله وي.

•          شهادتپاڼه او د ښوونځي دورې درې کلنې نومرې چې د لېسانس لپاره د نومرو سلنه لږ تر لږه ۷۰ وي او اړوند ادارو تایید کړې وي.

•          ډیپلوم او د نومرو ټرانسکرېپ، د ماسټري لپاره د نومرو سلنه باید له ۶۵ کمه نه وي او اړوندو ادارو باید تایید کړې وي.

•          د تابعیت پېژندپاڼې لرل او همدارنګه داوطلب باید د اندونیزیا نه وي.

•          د داوطلب ټول اسناد باید په انګرېزي ژبه ژباړل شوي وي.

•          د لېسانس دورې لپاره د نوماند عمر باید له ۲۵کلونو او د ماسټري لپاره باید له ۳۵ کلونو کم نه وي.

•          نوملیکنه په انلاین توګه په http://oia.unesa.ac.id/  https://unesa.ac.id / or  وېبپاڼه کې کېږي.

•          د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱کال، د اګېسټ لومړۍ ده چې د ۱۴۰۰کال د چنګاښ له ۱۰ سره سمون لري.

•          د غوښتنې د فورم او نورو اړوندو اسنادو لېږد، په مستقیم ډول پخپله د داوطلب له لوري، په انلاین توګه له http://oia.unesa.ac.id/   https://unesa.ac.id/  or لینک څخه تر سره کېږي.

•          د شرایطو وړ داوطلبان کولی شي د یادو بورسونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره Email:international_offce@unesa.ac.id برېښنالیک او یا 623199423006  + و  6287851437664+ شمېرو سره په اړیکه کې شي.

د بورسونو امتیازونه:

د پوهنتون د فیس لګښت د ژبې د زده کړې فیس او د اوسېدو ځای وړیا دی او مدد معاش د ا.ا.ج پر غاړه دی.

نو ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې که غواړي د یاد هېواد تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه وکړي، داوطلبان کولای شي په یاده وېبپاڼه کې له انلاین نوملیکنې سربېره د نوملیکنې او فورم تر لاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱ غرفې ته د یادو اسنادو له اصل سره مراجعه وکړي او خپل اسناد د ۲۰۲۱ کال جولای تر ۲۶مې بېرته وسپاري چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۴مې سره سمون لري.

د بورس د ضمایمو کاپي د لاسرسي وړ ده.

دانلود

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .