د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون تدارکاتي خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
موضوع: د لوړو زده کړو وزارت اړوند د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کانتين د دويم ځل داوطلبۍ خبرتیا.
لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د (۸۰) متر مربع په مساحت یو باب کانتين، چې افغان نړیوال پوهنتون کې موقعيت لرې، د دويم ځل لپاره د بند سر افر په بڼه داوطلبۍ اعلان ته وسپاري.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص، چې غواړي د پورته کانټين داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، کولای شي د ( افغان اعلانات) اعلان د نشر له نېټې څخه تر (۱۴) ورځو پوري خپل غوښتنليکونه د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ریاست د املاکو او اسکانو امريت ته وسپاري او شرطنامه دې ترلاسه کړي.
د پورته ذکر شوي کانټين داوطلبۍ غونډه په (۱۵) مه ورځ د سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ریاست املاکو او اسکان امریت په دفتر کې ترسره کېږي.