د ایدکس او افغان ایکس تر نامه لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید
په هغه غونډه کې چې په دې اړه پولي تخنیک پوهنتون کې دایره شوې وه، د لوړه زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، یو شمیر رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت سلاکار او همداراز د پولي تخنیک پوهنتون د رهبري هیئت او د یاد پوهنتون یو شمېر استادانو ګډون درلود.
په دې ورکشاپ کې چې د ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ او خوست شیخ زاید پوهنتون د علمي کادر غړو ګډون کړی ؤ، د ایدکس پلټ فورم او افغان ایکس په اړه يې د کورس د طریقو، د چمتو والي مهارت زده کول، د ایدکس او افغان ایکس په څیر د موضوعاتو د عملي زده کړو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي د ورکشاپ له دایروونکو څخه د مننې په ترڅ کې وویل: “هیله ده چې د افغان ایکس او ایدکس د پلټ فورم زده کړل شوي پروګرامونو په غوره توګه او د نړیوالو معیارونو سره سم تطبیق شي”.
د لوړو زده کړو علمي معین په تدریس کې د ټکنالوژۍ د وسایلو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه؛ لوړو زده کړو وزارت زیات پروګرامونه لري څو استادان او محصلان وهڅوي چې د نویو او عصري برښنايي وسایلو څخه ګټه پورته کړي.
په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ پلاوي او پولي تخنیک پوهنتون له خوا ګډونوالو ته تقدیرنامې ورکړل شوې.