د ابراهيم النخعي رحمه الله جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره د فاضلانو د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۴:۱۶
15521023410258847


د کندهار د ابراهیم النخعي جامعې ریاست د افتاء او قضاء څانګې لپاره له ۱۸۰ فاضلانو آزموینه واخیسته، چې له یادو فاضلانو به ٦٠ تنه جذب شي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یادې جامعې رئېس قاضي عبدالصادق غزنوي راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ټولو راغلیو فاضلانو ته، په آزموینه کې، د بریالي توب هیله وکړه او په شفافیت سره د آزموینې د ترسره کېدو ډاډ یې ورکړ.
د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو په وینا، د افتاء او قضاء تخصصات دوه کاله لوستل کېږي او هغه کسان پکې د شاملېدو حق لري چې له عالمیې مرحلې فارغ وي.
د یادونې وړ ده چې په تحریري ازموینه کې له بریالیو کسانو به تقریري ازموینه هم اخیستل کېږي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۵هـ.ق د شوال ۱۵مه
۱۴۰۳هـ.ش د ثور ۵مه
۲۰۲۴م د اپریل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS