د جاپان MEXT ماسټري او دوکتورا په کچه د بورسونو د نوملیکنې پروسې په اړه خبر ورکوي.

Akmal_admin
ل

Due

-

Location جاپان

دلوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د بهرنو اړیکو او بورسونو تنظیم ادارې ریاست، د جاپان MEXT ماسټري او دوکتورا په کچه د بورسونو د نوملیکنې پروسې په اړه خبر ورکوي.

د جاپان ( MEXT ) ښوونې او روزنې، کلتور، بدني روزنې، ساینس او فناورۍ وزارتونه د هغو افغان زدکړیالانو لپاره چې غواړي په دغه هېواد کې زده کړې وکړي، د ۲۰۲۲ کال لپاره د  ( MEXT )تر نامه لاندې چې لاندې تشریح شوی، تحصیلي بورسونه وړاندې کوي:

د پروګرام اړوند معلومات د خبرتیا په ضمیمه کې دي.

د جاپان سفارت د افغانستان اسلامي جمهوریت له بهرنیو چارو وزارت څخه په درنښت غواړي چې د لوړو زده کړو وزارت ته خبر ورکړي، چې حد اکثر ۲۰تنه ممتاز زدکړیالان چې غواړي د یاد تحصیلي بوروسونو تر نامه لاندې په جاپان کې زده کړې وکړي، اسناد یې چمتو او د یاد پروګرام بورسونو ته ور وپېژني.

۱ـ ټول نوماندان باید لاندې شرایط ولري:

ـ د افغان تبع وي؛

-          د ښوونځي دورې غوره لاسته راوړنې

-          جسمي او رواني روغتیا ولري؛

ـ موخه او تمایل چې د افغانستان او جاپان د اړیکو د ښه کېدو لامل شي؛

ـ عمر یې باید له ۳۵ کلونو کم وي (د ۱۹۸۷ کال، د اپرېل له ۲ وروسته زیږېدلی وي) د لېسانس، ماسټرۍ او یا د هغو معادل ولري؛

ـ په انګرېزي ژبه لیکل، لوستل او خبرې وکړای شي (د انګلیسي او یا جاپاني ژبې او همدارنګه د جاپاني ژبې په کورس کې د تدریس ځواک ولري)

۲ـ د ۲۰۲۱ کال لپاره د ټاکلو لار او زماني جدول په لاندې توګه دی:

د نوماند منل به د ازموینې د پایلې پر بنسټ وي، د جاپان سفارت وړ او په شرایطو پوره نوماندان ټاکي او(MEXT)  ته یې ور معرفي کوي.

ـ وروسته ( MEXT ) ټول هغه زده کوونکي چې د نړۍ په هېوادونو کې د جاپان د سفارت خونو له لارې ور معرفي شوي، تر ټولو غوره یې ټاکي

د ۲۰۲۱ کال لپاره زماني جدول:

لومړی پړاو) د افغانستان حکومت له لوري د داوطلبانو د معرفي کولو او فورمو ډکولو وروستۍ نېټه دا ده:

لومړی پړاو)                                             ۲۰۲۱ د مۍ ۲۱مه

دویم پړاو) د غوښتنپاڼو څېړل:                          ۲۰۲۱ د جون میاشت

درېیم پړاو) تقریري او تحریري ازموینې:               ۲۰۲۱ د جون منځ

څلورم پړاو) د نوماندانو شارټ لېست:                  ۲۰۲۱ د جون پای

پینځم پړاو)  د پایلو اعلان:                               ۲۰۲۱ وروسته له جنوري

نو د یادو بورسونو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د غوښنتې فورمې ډکې او له تحصیلي اسنادو سره یو ځای د ۱۴۰۰ کال د غویي تر ۲۸مې چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۱۸مې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱مې غرفې ته وسپاري.

 د بورسونو د مرجع له لوري د بورس د طی مراحلو او پروسس لپاره زماني جدول تنظیم شوی، چې د نوماندانو د معرفي په زماني جدول پورې تړاو لري، نو د خبرتیا د نېټې تر پای وروسته مراجعې له امله مو جدي بښنه غواړو.

د یادولو ده کله چې د بورسونو له شمېر(۲۰) څخه د نوماندانو شمېر زیات شي، نو د نمرو د لوړې سلنې پر بنسټ (۱۰تنه د ماسټري او ۱۰ تنه د دوکتورا لپاره) ټاکل او ورپېژندل کېږي.

1. ‌ډانلود

۲. ډانلود

۳. ‌ډانلود

۴. ډانلود

۵. ډانلود

۶. ډانلود

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .