د دیني مدارسو طالب العلمانو او فاضلانو د مشترکې کلنۍ ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت خبرتیا ! 

ameen_admin
zxjkfkjxzc


ټاکل شوې ده چې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست او د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په ګډه د ټولو امارتي او خصوصي دیني مدارسو د طالب العلمانو او فاضلانو کلنۍ ازموینه واخلي.
د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه به د لوړو زده کړو وزارت او د خامسې درجې د طالب العلمانو کلنۍ ازموینه به د پوهنې وزارت له لوري د ۱۴۴۵/۷/۹هـ.ق، ۱۴۰۲/۱۰/۳۰هـ.ش کال، د شنبې په ورځ، د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه تر ۱:۰۰ بجې پورې هم مهاله په ټولو ولایتونو کې پيل او د شپږو ورځو لپاره به تر ۱۴۴۵/۷/۱۴ هـ.ق نېټې پورې دوام وکړي. 

یادونه: دا د دیني مدارسو د طالب العلمانو او فاضلانو کلنۍ ازموینه ده، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د علماء کرامو د اسنادو د ارزیابۍ او معادلت ازموینې وخت به د دغه وزارت له لوري د خبرتیا له نشرېدو وروسته معلوم شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements