د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو سفرونو په لړ کې غور ولایت ته سفر وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په غور ولایت کې یوې سترې ولسي غونډې ته، چې د دغه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، د غور والي، د ولایتي ادارې رئیسانو، د علماوو شورا غړو، د جهادي مدرسې شیوخو کرامو او عامو خلکو ګډون کړی و، وینا وکړه.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غور لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو درسونو کې هڅه وکړي، د خپل هېواد راتلونکې ته متوجه شي او د عصري علومو تر څنګ، د اړتیا سره سم دیني علوم هم زده کړي.
دغه راز نوموړي استادان، محصلین او د غور ولس یووالي ته راوباله، ترې ویې غوښتل چې د نورو ډلو تر اغېزې لاندې رانشي او په ټینګ همت خپل علمي بهیر ته دوام ورکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غور لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د هر ډول ستونزو په حل کې به همکاري ورسره کوي او د پرمختګ لارې چارې به ورته برابروي.
همدارنګه د غور والي په خپلو خبرو کې د غور لوړو زده کړو مؤسسې له پرمختګ او پراختیا څخه ملاتړ وکړ او د یادې مؤسسې مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چې د علم په پرمختګ کې به پوره همکاري ورسره کوي.
نېټه: چهار شنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۶ مه
۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۱۸مه
۲۰۲۴م، د اکتوبر۹ مه