د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دايکندي ولايت کې يوې لويې ولسي غونډې ته وينا وکړه.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۵:۶
Kgddfhiidsgg

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم دایکندي ولایت ته د خپل رسمي سفر پر دوام نن یوې لویې ولسي غونډې ته وینا وکړه، چې د دایکندي والي، د علماوو شورا رئیس، د دایکندي لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو، محصلینو، استادانو، د جهادي مدرسې استادانو، طلباء کرامو، قومي مخورو او عامو خلکو پکې ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اشغالګرو پر وړاندې د سپېڅلي جهاد فتحه او بریا د خلکو او اسلامي نظام ګډه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې د اسلامي امارت نظام یو خپلواک نظام دی، په دې کې هیڅ ډول تعصب او تور او سپین ځای نلري او د شریعت نافذول، خلکو لپاره امنیت او د زده کړو برابرول د اسلامي نظام له مکلفیتونو څخه دي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام له محصلینو وغوښتل چې د درس او زده کړو په برخه کې زیاته هڅه وکړي، دوی د دې هېواد پر وړاندې ستر مسؤلیت لري، ځکه دوی د هېواد معنوي سرمایه ده او د بیت المال پیسې پرې مصرفیږي. 

ورپسې د دایکندي والي مولوي نجیب الله رفیع دغه ولایت ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او په بېلابېلو برخو کې یې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د ربیع الثاني ۴ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د میزان ۱۶ مه

۲۰۲۴ م د اکتوبر ۷ مه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په غور لوړو زده کړو مؤسسه کې څو بېلا بېلې پروژې پرانیستې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غور ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د غور لوړو زده کړو مؤسسې ۱۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا، د کیمیا، فزیک، بیولوژي او ریاضي څانګو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو سفرونو په لړ کې غور ولایت ته سفر وکړ.

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په غور ولایت کې یوې سترې ولسي غونډې ته، چې د دغه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، د غور والي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۵:۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دايکندي ولايت کې يوې لويې ولسي غونډې ته وينا وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم دایکندي ولایت ته د خپل رسمي سفر پر دوام نن یوې لویې ولسي غونډې ته وینا وکړه، چې د دایکندي والي، د علماوو شورا رئیس، د دایکندي. . .

BACK TO NEWS